دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بدن د غړو پرې‌کول؛ په چین کې د ایغور د مسلمانانو پر وړاندې بل وحشت او د اسلامي نړۍ حکامو ته بل شرم او مخ‌توری
بسم الله الرحمن الرحيم
د بدن د غړو پرې‌کول؛ په چین کې د ایغور د مسلمانانو پر وړاندې بل وحشت او د اسلامي نړۍ حکامو ته بل شرم او مخ‌توری

خبر:

په جنیوا کې د بشري حقونو په شورا کې د سه شنبه په ورځ د «حمید صابي» په نامه وکیل د چینايي محکمې لاسته راوړي معلومات وړاندې کړل؛ هغه خپلواکه محکمه چې په ځانګړي ډول په جبري توګه د بدن د غړو ایستلو لپاره جوړه شوې ده. هغه د پایلې په توګه وویل: داسې شواهد شته دي چې چین د انسانانو د بدن غړي پرې کوي او په همدې توګه کابو له ۲۰ کلونو راهیسې د ایغور مسلمانان او د فالون ګانګ د مذهبي ډلې غړي وژني، چې لا تر اوسه دوام لري.

 محکمې په وروستۍ برخه کې ویلي: «ځینې زندانیان ووژل شول او ځینې لا تر اوسه ځکه ژوندي دي‎، ترڅو چې جیګر، زړه، سږی، سترګې او پوستکی یې وایستل شي او بازار ته د خرڅلاو لپاره یووړل شي.»

ښاغلي سابي شورا ته وویل، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دغه قانوني دنده لري چې د جون په یاشت کې د محکمې د وروستیو راپورونو په اړه خپل غبرګون وښيي. دغې محکمې موندلي، چې د بشریت، فالوګانګ او د ایغور لږکیو پر وړاندې د جنایتونو کمیسیون ښکاره دلایل ثابت شوي دي. (سرچینه: انډپنډنټ)

تبصره:

څه یو پاراډاکس! د چین کمونېست جنایتکار رژیم په خپله خاوره کې مسلمانانو ته په ډېره ټیټه سترګه ګوره  او د ایغور د مسلمانانو د نسل وژنې د دوام هڅه کوي. نارینه یې په توقیف‌خونو کې ساتي، چې مغزونه یې ووینځې او په سیکولر کمونېست فکر يې ډک کړي. هېڅ ډول اسلامي هویت نه پرېږدي او اوس ځان ته دا اجازه ورکوي، چې د خلکو – ژوندیو مسلمانو غړي پرې کړي!

دغه فاسد او جنایتکار کسان دا مني او غواړي چې د مسلمانانو د بدن له غړو سره ژوند وکړي او د دوی په سترګو لیدل وکړي، خو دا نه مني چې مسلمانان یې دې په هېواد کې ژوند وکړي. د دغو بې ګناه او مظلومو خلکو لپاره یې د ځمکې پر سر دوزخ جوړ کړی، الله سبحانه وتعالی یې دې درد اسانه کړي.

په تاریخ کې ډېرې داسې تورې پاڼې شته چې د یوې سیمې خلک او تمدنونه له منځه تللي... لکه په امریکا کې د بومیانو له منځه وړل او د نړۍ په نورو برخو کې د بې ګناه خلکو پر وړاندې د کیمیاوي او اټومي بمونو کارول. 

بیا پر موږ د اسلامي هېوادونو د حکامو په څېره کې چوپ شیطانان واکمن دي. مثلاً دغه وروستی خبر: «رجب طیب اردوغان د خپل محاصره شوي اقتصاد لپاره د چینایي پانګوالو هرکلی کړی. د چین حاکمیت ته لېواله شوی؛ خو ښاغلی اردوغان – چې په خپل هېواد کې یې اسلامي ارزښتونو ته وده ورکړه- د چین په لوېدیځه سیمه سینګیانګ کې د له یو میلیون زیاتو ترکمنو مسلمانانو د بندي کېدو او میلیونونو نورو د په زور ورته کولو (همسان کولو) پر وړاندې بیخي چوپ دی. دا خبره یوه لسیزه وړاندې برعکس وه، هغه وخت ده ویلي وو چې د چین حکومت د ایغور د مسلمانانو نسل‌وژنه کوي.» (نیویارک ټایمز)

ایغوري او همداراز نور مسلمانان تر سختو شکنجو او ظلمونو لاندې دي، د چین جنایتکار رژیم یې دا وحشت په ډېره ګستاخۍ نور هم زیاتوي. له اسلامي هېوادونو څخه هېڅ داسې قدرت نه راولاړېږي، چې د دوی د دغه وحشت مخه ونیسي. ایا اقتصادي وده د دغې مرګونې چوپتیا لپاره توجیه کېدای شي!؟ یوازې اردوغان نه دی، سلمان او خان هم همداسې درواخله او دا لېست همداسې اوږدېږي. د دوی دا چوپتیا به په قیامت – هغه ورځ چې بېرته راتګ ترې نشته-کې د دوی د عذاب او رسوایۍ سبب او بیراغ وي.

له ابن عمر څخه روایت دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

﴿إِذَا جَمَعَ اللَّهُ الأَوَّلِينَ وَالآخِرِينَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرْفَعُ لِكُلِّ غَادِرٍ لِوَاءٌ فَقِيلَ هَذِهِ غَدْرَةُ فُلاَنِ بْنِ فُلاَنٍ

[صحیح البخاري ۵۸۲۳، صحیح المسلم ۱۷۳۵]

ژباړه: کله چې الله سبحانه وتعالی د قیامت په ورځ اول او اخر قومونه راټول کړي، د هر غدار کس لپاره به بیرغ پورته کړل شي او اعلان به وشي چې دغه خیانت د فلاني کس او د فلاني د زوی دی.

یوازې د اسلام رحمت دی چې د بشر عزت پکې تحقق پیدا کوي، ساتل کېږي او له وحشته ساتل کېږي. مسلمانان او کفار به هغه ورځ خوشاله وي، چې په هېوادنو کې یې اسلام پلی شي. هغه وخت به دوی د ځمکې پر سر له دوزخه راپورته کړای شي او وضعیت به یې ښه شي.

منال بادر

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې